
اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) وزير اعظم شهباز شريف سره د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د شورو په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلي دي ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع د مواصلات وزارت او د سمندر پورې پاكستانيانو پرمختګ او افرادي قوت په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د ملاقات په مهال د هېواد په سياسي وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔