اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د پاكستان محمد آصف په ايشين-6 ريډ سنوكر چيمپئن شپ كښې د سپينو زرو تمغه ګټلې ده۔ د شورو په ورخ په كولمبو كښې ده په سيمي فائنل كښې د ماليزيا تھور چون لئونګ ته په 2-5 سره ماتې وركړه او د سپينو زرو تمغه يې اوګټله۔ نن د زيارت په ورځ بي ټيم چيمپئن شپ پېل كېږي چې پكښې به د 13 هېوادونو 16 ډلې ګډون كوي چې پكښې د پاكستان دوه ډلې شاملې دي٬ په پاكستان ون كښې به اويس منير او محمد آصف د پاكستان نمائندګي كوي او په پاكستان ټو كښې به شاهد آفتاب او محمد سجاد د پاكستان نمائندګي كوي٬ ټيم چيمپئن شپ كښې څلور ګروپونه شامل دي چې پكښې به هره ډله درې درې مېچونه كوي او د دغې نه وروستو به ټاپ ټو ټيمز كوارټر فائنل لپاره كواليفائي كوي۔