د سعودي ولي عهد او د ايران صدر تر مينځه ټېلې فوني تماس٬ د جنګ بندۍ په چارو د خيالاتو څرګندونه

رياض۔ 25 جون(اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د نهې په ورځ د ايران صدر ډاكټر مسعود پشكيان په ټلې فون تماس نيولے دے۔ د ايس پي اے تر مخه د رابطې په مهال د سعودي ولي عهد د ايران او اسرائيل تر مينځه د جنګ بندۍ د لوظ نامې هر كلے وكړو۔ هغه د مملكت د اړخه دا هيله ولرله چې دا جنګ بندي به منطقه كښې د امنيت او استحكام د بحالۍ او د لا تصادم خطر مخ نيوي له مرستياله وګرځي۔ شهزاده محمد بن سلمان د شخړو هواري لپاره د وړومبۍ لارې په توګه د سفارتي سپورټ د خپل زوړ موقف پخلے وكړو۔ د ايران صدر د اسرائيل د بريد غندلو په موقف د مملكت مننه وكړه او د منطقې امنيت او استحكام بحالۍ لپاره يې په هلو ځلو كښې د سعودي د كرادار ستائنه وكړه۔