د جاپان پوځ په وړومبي ځل پخپله خاوره د مېزائل تجربه وكړه

ټوكيو۔ 25 جون(اے پي پي) د جاپان پوځ اعلان كړے چې مونږ په وړومبي ځل د جاپان په خاوره د مېزائل تجربه كړې ده۔ د امرېكې خبر رسنې ادارې اے پي تر مخه د جاپان پوځ د زمكې نه تر بحري بېړۍ د ويشتونكې او د لږې فاصلې د ټائپ 88 مېزائل تجربه وكړه۔ د دې مېزائل تجربه د جاپان په شمال كښې د هوكائېډو په جزيره كښې په شزونائې اينټي ايئر فارئنګ رينج كښې وكړې شوه۔ د چارواكو وېنا ده د ګراونډ سېلف ډيفنس فورس په وړومبي آرټلري بريګېډ په مشق كښې نزدې 300 عسكر شامل وو۔ دغې عسكرو د هوكائېډو د جنوبي ساحل نه نزدې 40 كلو ميټره لرې بغېر د كپتان نه په يوه بحري بېړۍ باندې فائرنګ وكړو۔ هغه ووئېل د نهې په ورځ د لږې فاصلې ويشتونكې مېزائل د ټېسټ د نتيجو جاج اغستلے شي۔ دا ټېسټ په يو داسې وخت كښې وكړے شو چې كله جاپان د چين مقابلې له د خپل ځوابي بريد صلاحيتونه زياتولو لپاره پوځي چمتوالے ګرنډے كوي۔ جاپان د سږ كال تر اخر د ټوما هاكس پشمول تر لرې فاصلې د ويشتونكې كروز مېزائل د نصب كولو اراده هم لري۔