د كورنيو چارو وفاقي وزير د محرم په مهال د جلوسونو او مجالس په داخلي او خارجي لارو د سخت لټون كولو سپارښتنه

اسلام آباد۔25 جون(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د محرم الحرام په مهال د جلوسونو او مجالس په داخلي او خارجي لارو د سخت لټون كولو سپارښتنه كولو سره وئېلې دي د لارينونو او محالس څارنه په جديد ټېكنالوجۍ وكړئ ٬ د راپارونكو مودادو په ضد به زېرز ټالرنس وي او د سوشل ميډيا به پورا مانيټرنګ كېږي٬ ده ووئېل د هېواد دښنمه عناصر ناوره عزائم ناكامه كولو لپاره دې د امنيت ټينګ انتظامات په هر صورت باوري كړے شي ٬ دغسې د امن برقرار ساتلو لپاره د ټولو مكاتب فكر علما كرام سره نزدې رابطه دې وساتلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د محرم ارحام په مهال د امنيت او نورو انتظاماتو په اړه د يوې مهمې غونډې په مهال وكړه۔ غونډه كښې اسلام آباد كښې د امنيت او نورو چارو تفصيلي جاج واغستلې شو۔ داخله وزير د ټولنې ټولو طبقو ته د محرم په مهال د فرقه وارانه هم غږۍ باوري كولو غږ وكړو۔ غونډه كښې وزير مملكت طلال چوهدري ٬ ايډيشنل سېكرټري داخله ٬ ډپټي كمشنر اسلامآباد او نورو اړوندو لوړ پورو ګډون وكړو