د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې ابوظهبي كښې غونډه٬ د پاكستان-يو اے اي د شريكې وزارتي كمېشن غونډې د چارو جاج واغستلے شو

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې ابوظهبي كښې د پاكستان-يو اے اي د شريكې وزارتي كمېشن 12مې غونډې څخه وړاندې د پاكستان پلاوي د تيارۍ غونډې مشري وكړه۔د خارجه دفتر له مخې په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال ايم طارق باجوه٬ د اقتصادي چارو ډويژن سپيشل سېكرټري٬يو اے اي كښې د پاكستان سفير٬ د تجارت سېكرټري٬داخله٬ د سمندر پورې پاكستانيانو٬ د آئي ټي او ايس آئي ايف سي او فوډ سيكورټي وزارت او خارجه وزارت ايډېشنل سيكريټريز ګډون وكړو ۔په غونډه كښې د جے ايم سي تفصيلي ايجنډې جاج واخستلے شو ٬دغسې دبېلو دوه اړخيزه مصروفيات د پېشرفت هم جاج واخستلے شو ۔تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان٬ټيلي كميونيكېشن او متحده عرب امارات كښې د پاكستان كاركنانو لپاره د روزګار موقعو پشمول ترجيحي څانګو باندې خبرې وشوې۔نائب وزيراعظم د ګډون كوونكو وزارتونو او محكمو فعاله شموليت له د هغوي هڅې وستائېلې او خبرې په كوټلو نتيجو بدلولو په اهميت يې زور راوړو۔ده باور څرګند كړو چې 12مه د جے ايم سي پاكستان او متحده عرب امارات غونډه به د دوه اړخيزه مرستې او اداره جاتي روابط قوي كولو ل ه د كوټلو اقدامات سبب وګرځي۔