
اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې د امن بحالۍ په اهميت زور راوړولو سره د ملګرو ملتتونو سلامتي كونسل او آئي سي پشمول په هر سفارتي فورمز د ايران لپاره د پاكستان د ملاتړ پخلے كړے او د ايران صدر ډاكټر مسعود پيز شكيان د شخړې پرامن حل له د ودې وركولو كښې د پاكستان د تعميري كردار اعتراف كړے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاكټر مسعود پيز شكيان سره په ټېليفون خبرې وكړې۔وزيراعظم په خپلو خبرو كښې ووئېل پاكستان مينځنۍ ختيز كښې په تندۍ سره په رامخې ته شوي صورتحال مستقل نظر ساتلے ۔ده د خبرو او سفارتكارۍ د لارې د امن بحالۍ په اهميت زور راوړ و۔ده د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل او او آئي سي پشمول ټولو سفارتي فورمز باندې د ايران لپاره د پاكستان د ملاتړ پخلےوكړو او ټولو ډلو سره يې د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو چارټر اصولو په پاسدارۍ زور راوړو ۔دغسې صدر پيز شكيان د اوسني تاؤ تريخوالي په مهال د پاكستان په مستقل او اصولي ملاتړ د وزيراعظم مننه وكړه ۔هغه د شخړې پرامن حل ته ودې وركولو كښې د پاكستان د تعميري كردار هم اعتراف وكړو ۔دواړو لارښودو په دې سخت وخت كښې د مسلمانانو ترمينځه د اتحاد اهميت تر مخه خپلو كښې رابطې ساتلو ته اتفاق وكړو۔