د هند دړكې نه پس ملګرو ملتونو د قدرتي وسائلو لوظنامو تر مخه د وېش په روانه ساتلو زور راوړو

ملګري ملتونه۔24 جون(اے پي پي) ملګرو ملتونو د قدرتي وسائلو د شريكو لوظنامو تر مخه د وېش په جاري ساتلو زور راوړے دے ۔ ملګرو ملتونو د هند داخله وزير اميت شاه د سنده طاس لوظنامې د كله هم نه بحالولو په دړكه خپل غبرګون كښې په دې خبره زور راوړو چې قدرتي وسائل په شريكه توګه د تر سره شوو لوظنامو مطابق د شيئر كولو ضرورت دے۔ د ملګرو ملتونو وياند ستېفن دوجارك تېره ورځ نيو يارك كښې د معمول بريفنګ كښې د هند د داخله وزير د دړكې په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئېل ما نه دي كتلې خو ظاهره ده دا ضروري ده چې قدرتي وسائل د شرېكې لوظنامې تر مخه شيئر كرې شي۔ واضحه دې وي د خالي په ورځ د هند داخله وزير اميت شاه ټائمز آف انډيا ته مركه كښې ووئېل هند به يو نهر جوړوي او د پاكستان په لوري بهېدونكې اوبه به راجهستان ته وركړي۔ هغه ووئېل د سنده طاس لوظنامه به كله هم بحال نشي۔ هند پخپل غېر قانوني تسلط لاندې د جمو وكشمير په پهلګام سيمه كښې د 26 كسانو د وژنې پیښې تور بغېر د كوم ثبوت نه په پاكستان لګولو سره د 1960 سنده طاس لوظنامه په يو اړخيزه توګه د منسوخ كولو اعلان كړے ؤ۔ پاكستان په پهلګام پیښه كښې د لاس لرلو واضحه ترديد كړے دے ۔ دغسې د دواړو هېوادونو د جنګ بندۍ نه بس هم دا لوظنامه غېر فعاله ده۔