د وېسټ انډېز او آسټرېليا ډلو تر مينځه وړومبے ټېسټ مېچ د (شورو) په ورځ پېل كېږي

جميكا۔24 جون (اے پي پي) د وېسټ انډېز او آسټرېليا كركټ ډلو ډلو تر مينځه د دريو ټېسټ ميچونو د سېريز وړومبے مېچ سبا د شورو په ورځ لينسنګټن اوول ٬ برج ټاون بارباډوس كښې پېل كېږي۔ د آسټرېليا لوبډله دا مهال د وېسټ انډېز په دوره ده چرته به چې د كوربه ډلې په ضد د دريو ټېسټ مېچونو سېريز كوي او بيا به د 5 ټي ټوئنټي مېچونو سېريز كېږي ۔ په دې مېچونو كښې د آسټرېليا د لوب ډلې مشري به آل راونډر پېټ كمنز كوي او د وېسټ انډېز لوب ډلې مشري به روسټن چيس كوي۔ دا مېچونه به د 25 جون څخه تر 29 جولائي وار په وار او دمه په دمه كېږي