اسلام آباد٬وفاقي حكومت ضم شوو ضلعو لپاره 35.968 ارب روپۍ خاص پرمختيائي فنډ جاري كړو

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)وفاقي حكومت د خېبرپښتونخوا ضم شوو ضلعو لپاره د 35.968 ارب روپو خاص پرمختيائي فنډ جاري كړے دے ۔د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وزارت د وزيراعظم محمد شهباز شريف منظورۍ څخه دا فنډ جاري كړو كوم چې پخوانې فاټا لپاره د وفاقي حكومت د 10 كلنه پرمختيائي منصوبې برخه ده۔د منصوبه بندۍ وزارت وياند له مخې دا منصوبه د پبلك سيكټر ډويلپمنټ پروګرام (پي ايس ډي پي)2024-25 له مخې نافذ كولې شي۔د دې پرمختيائي پيكج له مخې په ګڼ شمېر مهمو پروژو كار روان دے چې پكښې تر ټولو لويه پروژه د 120000 كورونو په شمسي توان منتقل كول دي كومو لپاره چې 13.5 ارب روپۍ بېلې كړی شوي۔په دې پروژه كښې د 50 ميګاواټ يوټيليټي مائيكرو ګرډ جوړول هم شامل دي دغسې چې ځايې آبادي له مستقل٬ارزانه او ماحول دوسته بجلي وركړې شي۔د دې نه علاوه 7 اربه روپۍ پوليس تهاڼو او د چوكو تعمير لپاره اېښودلې شوي او د ليويز فورس جديد تنظيم نو له هم فنډ به وركولې شي دغسې چې د امن او امان ښه والے باوري كړے شي۔ دج تعليم په څانګه كښې پرمختګ لپاره د فاټا يونيورسټي د تعليم او اداره جاتي صلاحيت قوي كولو لپاره 2.5 ارب روپۍ بېلې كړی شوي٬د دې اقدام مقصد د ضم شوو ضلعو ځوانانو ته د اعلٰی تعليم معياري موقع وركول دي۔په دې تسلسل كښې د خېبرپښتونخوا حكومت په خواست 13.145 ارب روپۍ جاري كړی شوي دغسې چې روانو پرمختيائي پروژو بقاياجات ادا كړې شي او د دې په وخت بشپړېدل ممكن شي