په افغانستان كښې د عسكريت خوښو د پناه ځايونه د پاكستان لپاره د خطر سبب دي ۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي د سلامتي كونسل غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه

ملګري ملتونه 24 جون (اے پي پي)پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د كالعدم تنظيم تحريك طالبان پاكستان(ټي ټي پي) لخوا د امنيتي خطرو رامخې ته كولو سره وئېلي دي په 6000 كسانو مشتمله ټي ټي پي ډله ملګرو ملتونو د افغان خاورې څخه كار كونكې تر ټولو لويه ترهه ګره ډله ګرځولې ده ٬دغه د پاكستان قامي سلامتيا لپاره نيغه په نيغه خطر لري ۔دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد 15 كسيز سلامتي كونسل ته خطاب كښې وكړه ۔ده ووئيل ټي ټي پي د پاكستان پولې سره نزدې محفوظ پټن ځايونه لري۔افغانستان څخه ترهه ګري د ګاونډيانو په خاص توګه پاكستان لپاره يو سنګينه خطره ده۔پاكستاني استازي د افغانستان په صورتحال د بحث په مهال د اسرائيل لخوا د يو شمېر بريدونو نه پس د ايران په صورتحال په ممكنه غېر مستحكم اثرات د تشويش څرګندونه وكړه ۔ده ووئيل د افغانستان او پاكستان پشمول ګاونډيانو هېوادونو كښې د پناه ځايونو نه اخراج د نوو چېلنجونو سبب رامخې ته كېدے شي۔ده ووئيل دې جنګ ځپلي هېواد كښې د وړاندې نه نازك حالات د لا خطر سره مخ كړې دي ۔ده پاكستان لپاره د خطرې وضاحت سره ووئېل ترهه ګرې ادارې پشمول القاعده٬ټي ټي پي او بلوچ عكسريت خوښې ډلې افغانستان كښې حكومتي علمداري نه بهر خپلو پټن ځايونو څخه كار كوي۔د دفاعي اقدامات يوې برخې په توګه پاكستاني استازي ووئېل پاكستان د جديد وسلو يوه مهمه ذخيره ضبط كړې چې په اصل كښې افغانستان كښې د نړيوالو ځواكونو لخوا پرېښودلې شوې وه كله چې هغه څلور كاله وړاندې د طالبانو لخوا په كابل د قبضې كولو نه پس د هلته څخه وتلې وو۔ده ووئيل اپريل كښې پاكستان كښې د دراندازۍ هڅه كونكې د ټي ټي پي 54 كسيزه د ترهه ګرو ډله د پاكستان امنيتي ځواكونو وژلې ده ۔دا پېښه د خطرو پيمانه او سنګيني ښكاره كوي۔ده ووئيل د افغانستان دننه چېلنجونه په منطقه كښې خپرېږي٬پاكستان د څو لسيزو راهيسې د لاكهونو افغان وګړو كوربتوب كړے۔د اګست 2021 نه پس نور 10 لكه غېر دستاويزي كسان پاكستان ته داخل شوي كومو څخه چې د نورو مسائلو او د امن او امان اندېښنې رامخې ته كيږي۔ده ووئيل پاكستان په افغانستان كښې د اوږدې مودې امن او استحكام له مرستې لپاره تعميري او فعاله كردار ادا كولو له عزم لري