اسرائيل او ايران په جنګ بندۍ اتفاق وكړو٬ د امرېكې صدر ٬ كه دښمن بريدونه بند كړي نو زمونږ هم د ځوابي كاروائۍ هيڅ اراده نشته٬ د ايران خارجه وزير

واشنګټن٬ تهران٬ تل ابيب۔24 جون (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلې دي اسرائيل او ايران جنګ بندۍ ته صلاح شوي دي۔ د ايران خارجه وزير عباس عراقچي وئېلې دي كه اسرائيل د تهران وخت د سهار 4 بجو پورې د ايران اولس په ضد خپل غېر قانوني يرغل بندو كړو نو د دغې نه پس به ايران هم د ځوابي كاروئۍ جاري ساتلو هيڅ اراده نه لري۔ د امرېكې صدر د اړخه د جنګ بندۍ اعلان كولو نه وروستو د خام تېلو په بيعه كښې كمے راغلے او د اسيا په بازارنو كښې مثبت غبرګون رامخې ته كېږي ۔ د چائنا ګلوبل ټبلې ويژن نېټ ورك راپور تر مخه د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په 23 جون د ځايي وخت مازيګر 6 بجې پخپل سوشل مېډيا پوسټ “ټرته سوشل” ووئېل اسرائيل او ايران جامع جنګ بندۍ ته صلاح شوي دي۔ هغه ووئېل د دواړو ډلو تر مينځه جنګ بندي به تر 6 ساعتو يعني ( د مشرقي امرېكې وخت 23 جون د شپې 12 بجو ) نه بېل كېږي كومې له چې هغه د 12 ورځني جنګ د ختمولو نامه وركړې ده۔ هغه په جنګ بندۍ اسرائيل او ايران له مباركي وركړه۔ د اين بي سي سره يوې ټېلې فونك مركه كښې چې كله د امرېكې صدر نه پوښتنه وشوه چې جنګ بندي به تر څو روانه وي نو هغه ووئېل زما په خيال جنګ بندي مستقل ده او عمر له به وي۔ بلخوا د ايران خارجه وزير عباس عراقچي په 24 جون جاري بيان كښې ووئېل تر اوسه د ايران او اسرائيل د جنګ بندۍ يا پوځي كاروائيو ختمولو له كومې لوظنامې ته نه يو رسېدلي۔ خو كه اسرائيل د تهران وخت مطابق تر سهار 4 بجو د ايران اولس په ضد خپل بريدونه بندوي نو د هغې نه بس د ايران هم د ځوابي كاروائي كومه اراده نشته۔ هغه ووئېل زمونږ د پوځي كاروائيو د خاتمې پرېكړه به وروستو كولې شي۔ دغسې د اسرائيل آرمي ريډيو په 24 جون يو پيغام كښې ووئېل اسرائيل د ايران سره جنګ بندۍ ته نزدې ضرور دے خو د 24 جون سهار د هيلو سره لا تېرېدل پاتي دے۔ ريډيو د سبب ښودولو سره ووئېل اسرائيل دا وخت په ايران شديد بريدونه كوي او د ايران د اړخه هم په اسرائيل د سختو بريدونو اندیښنه موجود ده۔د يوې بلې اطلاع تر مخه په جون 23 د امرېكې سېنټرل كمانډ يو بيان جاري كړے چې پكښې وئېلې شوي د امرېكې پوځ د قطر سره په ګده د دوحه سره نزدې په العديد ايئر بېس د ايران بېلسټك ميزائل په كاميابۍ سره دفاع وكړه ۔ د امرېكې او قطر كوم ځاني زيان نه دې شوے۔ د بي بي سي تر مخه د صدر ډونلډ ټرمپ د جنګ بندۍ اعلان نه پس د تېلو بيعه كمه شوې ۔ د برېنټ كروډ نړيوال بېنچ مارك د ګل په ورځ 7 فيصد كمېدو نه بس نور 4 فيصده كمېدو نه بس 78 ډالر ته بېرل راغلو۔ په قطر كښې د امرېكې په اډه د بريد نه بس نړيوالو منډيانو كښې د تېلو بيعه نزدې 8 نيم فيصده پرېتولو سره 5 ۔70 ته د بېرل په سر راغله۔