
تهران۔24 جون (اے پي پي) د ايران خارجه وزير عباس عراقچي د ټولو ايرانيانو لخوا د دښمن د هر بريد په ځواب وركولو د هېواد د قوي وسله وال پوځ مننه كړې ده۔ د ايران پرېس ټي وي راپور تر مخه هغه د نهې په ورځ په يو سوشل مېډيا پوسټ ووئېل صهېوني حكومت ته د ايران په ضد د بريد “سزا” وركولو لپاره “پوځي آپرېشن” تر ورستيو لمحو روان ؤ او دا د ايران په مقامي وخت 4 بجو سره ته ورسېد۔ بيان كښې وئېلې شوي زه د ټولو ايرانيانو سره د خپل وسله وال پوځ مننه كوم څوك چې د خپلې وينې تر وروستۍ څاڅكي زمونږ د ګرانو دفاع لپاره چمتو ولاړ ؤ او چا چې تر آخري لمحې د دښمن د هر بريد ځواب وركړو ۔ د ايران خارجه وزير دا بيان د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په سوشل ميډيا پېلټ فارم د اسرائيل او ايران تر مينځه د جنګ بندۍ اعلان نه پس سمدستي رامخې ته شوے دے