
اسلام آباد ۔24 جون(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره پاكستان كښې د سعودي سفير نواف بن سعيد الماكي د نهې په ورځ ملاقات وكړو او د منځني ختيز په بيړه بدلېونكې صورتحال يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په ايكس خپل پوسټ كښې وزيراعظم ووئېل ملاقات كښې دوي د خادم حرمېن الشرفېن شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم ووئېل ملاقات كښې دوي د سعودي عرب ورورو اولس سره د پاكستان د غېر متزلزل يووالي پخلے وكړو۔ دغسې پاكستان به خبرو اترو او د سفارتكارۍ د لارې منطقه كښې امن لپاره سعودي عرب سره په ګده كار دوامداره ساتي۔