
اسلام آباد۔24 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر امير او د قطر اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره وئېلې دي پاكستان په منځني ختيز كښې عمر له په خبرو اترو او شفارتكارۍ زور راوړے دے۔ د نهې په ورځ په ايكس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئېل تېره ورځ د بريدونو نه پس د قطر امير او د قطر ورور اولس سره د يووالي څرګندونې لپاره ما د قطر سفير سره ملاقات كړے٬ مونږ د قطر ورونړو خوئېندو او د ګردې منطقې سلامتيا لپاره لاس په دعا يو۔ ده ووئېل په منځني ختيز كښې د تل پاتي امن لاره په خبرو اترو او سفارتكارۍ كښې ده ٬ پاكستان عمر له منځني ختيز كښې تل پاتي امن له په خبرو اترو كولو او سفارتكارۍ زور راوړے دے۔