قلعه سيف الله كښې لائسنس نه لرونكې 6 هوټل مالكان جرمانه كړے شول

كوئټه ۔23 جون(اے پي پي) بلوچستان فوډ اتهارټي په قلعه سيف الله كښې په لاسنس نه لرلو 6 هوټلز مالكان جرمانه كړې دي۔ د ګل په ورځ د بلوچستان فوډ اتهارټي په قلعه سيف الله كښې د متفرق خوراك د مركزونو انسپكشن وكړو او د هوټلو ٬ جنرل سټورز او د خوراك څښاك څيزونو د هول سېلرز د چيكنګ په مهال يې د 6 هوټل مالكانو په ضد په مجموعي توګه د ايس او پيز په خلاف ورزۍ او د نوټسز باوجود د اتهارټي نه په لائسنس نه تر لاسه كولو كاروايئ وكړه او جرمانې يې ولګولې۔