
اسلام آباد 23جون(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په خاص بلنه د پاكستان دوره كونكې د سعودي شورېٰ كونسل كښې جوړې د سعودي-پاكستان فرينډ شپ ډلې درې كسيزه پلاوي د ميجر جنرل ريټائرډ ډاكټر عبدالرحمان بن سنهت الحربی په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د پارليمنټ هاؤس دوره وكړه۔پارليمنټ هاؤس ته د راتګ په موقع د سعودي شوریٰ كونسل پلاوي تود هركلے وكړے شو۔د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سيد غغلام مصطفی شاه او قامي اسمبلۍ غړو د پلاوي هركلے وكړو۔په دې موقع سحر کامران،رعنا انصر، سید حفیظ الدین، ډاکټر شازیه ٬ ثوبیه اسلم سومرو،فرح ناز اکبر، مسرت رفیق مهیسر، مرزا اختیار بيګ، میاں خان بګټی، ډاكټر شاهدہ رحماني اور سید ابرار شاہ هم موجود وو۔ د قامي اسمبلۍ اعلٰی افسرانو لخوا د سعودي پلاوي ته قامي اسمبلۍ كښې د قانون سازۍ عمل٬د ايوان كاروائۍ طريقه كار او د قامي اسمبلۍ هال تاريخي پس منظر په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د سعودي پلاوي په دې عمل كښې د خوښۍ څرګندونه كولو سره پوښتنې وكړی او معلوماتي اړخونه يې وستائېل۔سعودي پلاوي د پاكستاني پارليماني كوربتوب٬بريفنګز او پلاوي په هركلي كولو د زړه نه مننه كولو سره دا دوره”يادګار او د قدر وړ تجربه”وګرځوله۔ دا دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د پارليماني٬جمهوري او عوامي روابط د ودې يو سنګ ميل حېثيت لري۔د سعودي شوریٰ كونسل پلاوې دورې څخه به د پاكستان او سعودي عرب اړيكو ته لا وده ترلاسه شي او سباؤن كښې به هم د دواړو پارليمانونو ترمينځه د همكارۍ عمل لا مضبوط شي۔د دې نه پس دوهم سپيكر سيد غلام مصطفٰی شاه سعودي شوریٰ كونسل كښې د سعودي-پاك پارليماني فرينډ شپ كمېټۍ درې كسيزه پلاوي په درناوي كښې پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې ماسپخين مېلمستيا وركړھ۔په دې موقع د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه پارليماني٬سفارتي او په اولسي كچه د اړيكو ودې اوپه استحكام زور راوړو ۔د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر د پلاوي پاكستان دوره خوشبينه ګرحولو سره ووئيل د سعودي شوریٰ كونسل پلاوي دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د پارليماني روابط لا مستحكمولو كښې به سنګ ميل ثابت شي۔د سعودي شوریٰ كونسل پلاوي دوهم سپيكر په كوربتوب مننه وكړه او پاكستان كښې ترلاسه شوې مينه ٬خلوص او عزت يې نه هېرېدونكے وګرځولو ۔پلاوي د دې عزم پخلے وكړو چې سعودي عرب پاكستان سره په هره څانګه كښې د اړيكو لا قوي كولو خوښي لري٬په خاص توګه په پارليماني كچه به نزدې مرستې ته پراختيا وركولې شي۔په دې موقع دوهم سپيكر د سعودي پلاوي غړو ته اعزازي شيلډ وركړل كوم چې د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د اوږدې مودې ورورولۍ اړيكو علامت دي ۔سعودي پلاوي كښې د سعودي_پاكستان پارليماني فرينډ شپ كمېټۍ مشر میجر جنرل (ر) ډاكټر عبدالرحمن بن سنهت الحربی او د شوریٰ کونسل غړي ډاكټر ایمان بنت عبدالعزیز الجبرین او انجینئر سالم بن علی الشهرانی شامل وو۔ماسپښخين مېلمستيا كښې د پاكستان لخوا وفاقي وزيران ډاكټر طارق فضل چوهدري ، شزہ فاطمه خواجه او د قامي اسمبلۍ غړي شائسته پرویز ملک، سید نوید قمر، میر عامر علی خان مګسی، اسد عالم نیازی او زیب جعفر ګډون وكړو۔