اسلام آباد ۔23 جون (اے پي پي) د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ او مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د مسلكونو تر مينځه د هم غږۍ او امن په اړه مهمه غونډه وشوه۔ غونډه كښې د پنډۍ او اسلام آباد څخه تعلق لرونكو نامتو علما كرام ٬ مشائخو ګدون وكړو۔ غونډې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئېل د تېرو كلونو غوندې سږ كال هم د محرم الحرام 1447 هجرۍ په مهال هم امن برقرار ساتلو كښې د علماﺀ كرام كردار ډېر مهم دے ۔ ده ووئېل د علما او مشائخو په مشاورت به تګلاره جوړولې شي ۔ وفاقي وزير ووئېل د مسلكي روادارۍ قائمولو لپاره د علما كرام سره په صوبائي او ضلعي كچه هم د غونډو كولو په ضرورت زور راوړو۔