
اسلام آباد 23جون(اے پی پی) د او آئي سي هېوادونو د خارجه وزيرانو كونسل د ايران په ضد د اسرائيل د بريد غندنه كولو سره دغه د سمدستي بندولو غوښتنه كړې او د پاكستان-هند په جنګ بندۍ او د سندھ طاس لوظ نامې په سختۍ سره په پاسدارۍ او د ټولو حل غوښتونكو شخړو هواري لپاره د دوه ارخيزه خبرو په ضرورت زور راوړے۔ د او آئي سي غړو هېوادونو خارجه وزيران په 21 او 22 جون د آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 51مې غونډې لپاره استنبول كښې راغونډ شوي وو ٬ د كومې موضوع چې په “بدله شوې نړۍ كښې او آئي سي”وه۔ د خارجه وزيرانو كونسل خپله شريكه اعلاميه كښې د اسرائيل عدم استحكام پالېسيو سختو غندنه كولو سره سره د اسرائيل په ايران٬سوريه او لبنان د بريدونو هم غندنه وكړه او دا يې د دې هېوادونو د خپلواكۍ ٬ سلامتيا او نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي وګرځوله ۔او آئي سي اسرائيل د جرائمو په بابله په ځواب وركونكې جوړولو زور راوړو او پريكړه يې وكړه چې يوه وزارتي رابطه ډله دې جوړه كړې شي كومه چې اړوندو سيمه ايزو او نړيوال ډلو سره باقاعده رابطه قائم كړي دغسې چې د تاؤ تريخوالې كمولو هڅو ملاتړ او پرامن تصفيه رامخې ته كړي۔ د خارجه وزيرانو كونسل د ايران په ضد د اسرائيلي بريدونو د مخ نيوي په ضرورت زور راوړو او په منطقه كښې بشري٬اقتصادي او ماحولياتي صورتحال خطره كښې په اچونكې خطرناكه اضافه يې سخت تشويش څرګند كړو ۔ د او آئي سي خارجه وزيرانو د پاكستان حكومت او اولس سره د يو والي او سوئېلي آسيا كښې د اوسني پوځي تاؤ تريخوالي پشمول پاكستان او آزاد كشمير كښې په ګڼ شمېر ځايونو په بلا جوازه بريدونو د تشويش څرګندونه وكړه ۔ دوي د زيات نه زيات تحمل څرګندونه كولو او داسې اقدامات څخه د ډدې كولو په ضرورت زور راوړو كومو څخه چې منطقه عدم استحكام سره مخ شي۔ دوي ووئيل د سيمه ايزامن او استحكام ګټې له جنګ بندي پكار ده ۔دوي په دوه اړخيزه لوظ نامو په سختۍ سره د عمل كولو پشمول د سندھ تاس لوظ نامې او د پاكستان او هند ترمينځه د ټولو تصفيه طلب شخړو پرامن حل لپاره په پراخا بنيادونو د خبرو په اهميت زور راوړو ۔ د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل جمو او كشمير اولس سره يو والي تجديد كولو سره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل او د او آئي سي اړوندو قراردادونو اود كشميري اولس خواهشات له مخې د ناقابل تنسيخ حق خود ارادايت له د ملاتړ څرګندونه وكړه۔دوي د هند غېر قانوني توګه د تسلط لاندې جمو و كشمير كښې په لويه پېمانه د بشري حقونو خلاف ورزو هم غندنه وكړه۔او آئي سي خارجه وزيرانو او آئي سي لپاره د فلسطين كاز د مركزيت ذكر كولو سره د 1967 په سرحدونو مشتمل يوه خپلواكه٬متصل فلسطيني رياست جوړولو له د كلك ملاتړ پخلے وكړو د كوم به چې پايه تخت مقبوضه بيت المقدس وي او دوه رياستي حل ټولو لپاره په منطقه كښې تر امن او استحكام راوستلو يواځنې د عمل وړ حل دے۔دوي د فلسطين مسئلې پرامن حل او دوه رياستي حل او د ملګرو ملتونو په اړوندو قراردادونو باندې عمل درآمد لپاره د سعودي عرب او فرانس په شريكه مشرۍ كښې د ملګرو ملتونو د اعلٰی كچ كنفرنس رابللو د اهميت پخلے وكړو۔دوي د وركنګ ګروپس كار بيا پېل كولو او ملګرو ملتونو ټولو غړو هېوادونو ته كنفرنس كښې په فعاله توګه د ګډون كولو بلنه وركړی۔خارجه وزيرانو د تېرو 19 مياشتو څخه د غزه په پوله د روانې نسل كشۍ كمپائن سره سره د ختيز يروشلم پشمول لويديزې غاړه كښېد تباهۍ او قتل عام منظم كمپائنز غندنه وكړه ۔دوي د جارحيت خاتمې٬ د غزه پولې د بحالي او تعمير نو منصوبې مخ په وړاندې بوتللو لپاره مستقل او د تل پاتې جنګ بندۍ او سلامتي كونسل قرارداد 2735 عملدرآمد اهميت رامخې ته كړ و۔ د خارجه وزيرانو كونسل د غزه تعمير نو لپاره عرب اسلامي منصوبې لپاره د خپل ملاتړ پخلے وكړو او د القدس الشريف تهذيبي خصوصيات بدلولو٬د دې عرب او اسلامي كردار مسخ كولو او د قانوني حيثيت مجروح كولو په اسرائيلي هڅو يې د تشويش څرګندونه وكړه ۔دوي د درېو واړو توحيدي مذهبونو ترمينځه د روادارۍ او شريك علامت په توګه د مقدس ښار پېژندګلو په ځاے ساتلو زور راوړو ۔دوي په زياتې شوې اسلامو فوبيا د تشويش څرګندونه وكړه او نړيوالې ورورولۍ څخه يې غوښتنه وكړه چې هغوي په قامي او نړيواله كچه د انتهاخوښۍ٬كركه خپرونكو وېناګانو ٬ د مذهبونو بې حرمتي٬ د منفي تصورات او د مذهب٬عقيده يا نسل په بنياد د خلو بدنامولو مخ نيوي لپاره موثر اقدامات وكړي۔دوي ووئيل بايد ترهه ګري او انتهاخوښي كوم هم مذهب٬نسل يا قوميت سره ونه تړلې شي او د دې كوم هم شكل او صورت څخه يو پلو د دې غندنه پكار ده۔د خارجه وزيرانو كونسل آذربائيجان او آرمينيا ترمينځه اړيكې معمول ته د راوستلو عمل هركلے وكړو كوم كښې چې د امن او نړيوالو رياستي اړيكو قيام له د دوه اړخيزه لوظ نامې د خبرو اختتام هم شامل دے۔په آرمينيا زور راوړلے شو چې هغوي په دې لوظ نامه لاس ليك لپاره نور قانوني او سياسي خنډان لرې كړي۔تنظيم د سوريې سيمه ايز او نړيوال نظام كښې انضمام لپاره د سوريې عبوري حكومت د هڅو هركلے وكړو او استحكام او سلامتيا باوري كولو لپاره يې د سوريې سياسي او مالي مرستې په جاري ساتلو زور راوړې۔دوي خپل موروثي حقونه ترلاسه كولو لپاره د مسلم ترك قبرص خلقو د هيلو ملاتړ وكړو او دې سره لويديز تهريس ترك مسلم اقليت او يونان كښې د ډوډيكنيز ترك مسلم آبادي ته د بنيادي حقونو او آزادي باوري كولو لپاره يې د ملاتړ څرګندونه وكړ ه ۔دوه ميانمار كښې د روهنګيا او نورو اسلامي ډلو په ضد د بشري حقونو په خلاف ورزو د سخت تشويش څرګندونه هم وكړه او د جمهوريه سرپسكا پالېسو يې هم غندنه وكړه كوم چې د بوسنيا او هرزيګوينا خپلواكۍ او د ډیټن امن لوظ نامې ته زيان رسوي۔