
اسلام آباد 23جون(اے پی پی) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ملتان نوموړې سماجي شخصيت ملك جاويد كهوكهر د زوي واده كښې ګډون كړے ۔سيد يوسف رضا ګېلاني د ناوك سره ملاقات او د واده مباركي يې وركړه۔ده د واده هلك لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔په واده كښې ګډون كوونكو مېلمنو د سيد يوسف رضا ګيلاني تود هركلے وكړو۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په دستوره كښې موجودو كسانو سره ستړې مشي وكړل او هغوي څخه يې تپوس پوښتنه وكړه۔واده كښې سياسي او سماجي شخصيات پشمول د ښار مشرانو او كاروباري حضرات هم ګډون كولو۔