
اسلام آباد 23جون(اے پی پی) د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د شوګر ايډوائزري بورډ غونډه وشوه٬ په غونډه كښې د شوګر ايډوائزري بورډ د 5 لكه ټن چينو د درآمد كولو منظوري وركړې۔د ګل په ورځ شوې غونډه كښې د نېشنل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئېل د چينۍ په بيعو كښې استحكام لپاره د درآمد پريكړه ډېره ضروري ده٬په ټول هېواد كښې د چينو په سپلائۍ كښې كمے رامخې ته شوے۔ده ووئيل د شوګر مل مالكانو د خوښې بيعو كښې د اضافې مهمه وجه د چينۍ رسنه متاثره كېدل دي۔د چينو په كمي قابو موندلو لپاره سمدستي اقدامات كوو۔ده ووئيل د چينو رسنه او په بيعو قابو موندلو لپاره د سخت مانيټرنګ پريكړه شوې۔ده ووئيل درآمدي چيني به ډېر زر ماركيټ ته راوړلې شي دغسې چې صارفين ته رېليف ترلاسه شي٬څو ورځو كښې به درآمدي چينۍ په اړه رسمي كاروائي بشپړه كړې شي۔