د قامي سلامتيا كمېټۍ د ايران په جوهري تنصيبات د بريدونو نه پس د لا تاؤ تريخوالي په اندېښنو د سخت تشويش څرګندونه٬بريدونه د آئي اے اي اے قراردادونو٬نړيوال قوانين او ملګرو ملتونو چارټر سنګينه خلاف ورزي ده

APP19-230625 ISLAMABAD: June 23 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs National Security Committee meeting. APP/TZD/FHA

اسلام آباد 23جون(اے پی پی)قامي سلامتيا كمېټۍ فردو، نطنز اور اصفهان كښې د ايران په جوهري تنصيبات بريدونو نه پس د لا تاؤ تريخوالي په اندېښنو د سخت تشويش څرګندونه كولو سره دا بريدونه د نړيوال جوهري توان ايجنسۍ(آئي اے اي اے)قراردادونو٬نړيوال قوانين او د ملګرو ملتونو د چارټر سنګينه خلاف ورزي ګرځولې ده ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ يوه مهمه غونډه د ګل په ورځ وشوه چې پكښې د ايران په ضد د اسرائيلي جارحيت نه پس د راپېدا شوي سيمه ايز صورتحال تفصيلي جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د اسرائيلي جارحانه اقدامات په سختو ټكو غندنه وشوه او په دې امر د افسوس څرګندونه وشوه چې دا پوځي بريدونه هغه مهال وكړے شول چې كله د ايران او امريكې ترمينځه ګټورې خبرې روانه وې۔كميټۍ دا غېر ذمه واره اقدامات په منطقه كښې د تاؤ تريخوالي زياتولو سبب وګرځول كوم چې يوه لويه شخړه لا زياتولې شي او د خبرو اترو او سفارتكارۍ موقعې كمزورې كوي۔قامي سلامتيا كمېټۍ د ملګرو ملتونو په چارټر كښې د درج خپلې دفاع حق تسليمولو سره د ايران د دفاع حق توثيق وكړو ۔كمېټۍ په ايران كښې په بې ګناه ځاني زيان د ايران حكومت او اولس سره د زړه نه د يووالي څرګندونه وكړه او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره يې دعا وكړه ۔د پاكستان اصولي دريځ يادونې سره كمېټۍ د جون په 22مه نيټه فردو، نطنز اور اصفهان كښې د ايران په جوهري تنصيبات بريدونو نه پس د لا تاؤ تريخوالي په اندېښنو د سخت تشويش څرګندونه وكړه ۔ دا بريدونه د نړيوال جوهري توان ايجنسۍ(آئي اے اي اے)قراردادونو٬نړيوال قوانين او ملګرو ملتونو چارټر سنګين خلاف ورزي وګرځولې شوې۔په غونډه كښې د پاكستان په اړه ډلو سره د نزدې سفارتي مشاورت پالېسۍ بيا واضحه كړې شوه او د دې عزم پخلے وكړے شو چې پاكستان به په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو لپاره خپلې هڅې او اقدامات جاري ساتي۔ د قامي سلامتيا كمېټۍ ټولو اړوند ډلو څخه غوښتنه وكړه چې هغوي د ملګرو ملتونو چارټر په رڼا كښې خبرې اترې او سفارتكارۍ د لارې د دې شخړې حل ولټوي۔كمېټۍ په دې امر زور راوړو چې ټولې ډلې د نړيوالو بشري حقونو او بشري يو والي په اړه د قوانين بشپړه پاسداري باوري كړي۔