په بندر ځايونو برآمدي چارجز كښې كمي څخه برآمدات زياتېدے شي ۔وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري

اسلام آباد 23جون (اے پي پي )د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري وئېلي دي بندر ځايونه سوداګر دوسته او لګښت كښې كمے راوستلو د لارې موثره كوو۔ په بندرځايونو برآمدي چارجز كښې كمي څخه برآمدات كښې زياتوالے راتللے شي ٬سمندري څانګه كښې اصلاحات د سمندري وسائلو موثر استعمال لپاره ضرورې دي۔د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري په مشرۍ كښې د سمندري چارو وزارت سټريټجك تګلارې په اړه د ګل په ورځ غونډه وشوه۔په دې موقع معاشي پرمختګ لپاره په حكومتي اصلاحاتي ايجنډا تفصيلي مشاورت وشو۔د غونډې په مهال وفاقي وزير په پورټ قاسم برآمد كېدونكو څيزونو چارجز كښې د 50 فيصد كمي اعلان وكړو ۔په دې موقع خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل په چارجز كښې د كمي څخه به تجارتي آسانيو ته وده ترلاسه شي٬ځايې كاروبار ته وده وركول د حكومت وړومبې ترجيح ده ٬كبانو نيوونكو او بندر ځايونو تجارت لپاره به ايكو كلچر زون جوړولې شي٬وړومبے به قامي ميرين وايكو كلچر پالېسي ډېر زر معارفي كړی شي٬ ده ووئېل د ميرين فشريز د 410 ملين ډالره برآمدات هدف سر كړے٬شپ ري سائيكلنګ څخه 6 اربه روپۍ آمدن ترلاسه شوے٬ماحول دوست شپنګ پالېسو په تندۍ سره عملدرآمد روان دے٬ د بندر ځايونو انفراسټركچر او كسټمز نظام په جديد كارۍ كار روان دے۔د ميرين معيشت ودې لپاره به مربوط اقدامات كولې شي۔