وزیراعظم د ادائیګۍ ډیجیټل نظام راست د وفاق پشمول ټولو صوبو كښې د قائمولو سپارښتنه وكړه ، معیشت كښې سپېځلتيا لپاره د وركرې راكړې دا نظام ډېر مهم دے ،محمد شهباز شریف

APP06-230625 ISLAMABAD: June 23 – Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a meeting regarding promotion of Cashless Economy and Digitization. APP/TZD

اسلام آباد۔23جون (اے پي پي ) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ادائیګۍ ډیجیټل نظام راست د وفاق پشمول ټولو صوبو كښې د قائمولو سپارښتنې سره وئېلې دي معیشت كښې سپېځلتيا راوستو لپاره د ډیجیټل وركړې راكړې نظام قائمول ډېر مهم دي ، په ګرده نړۍ كښې ترقي كړي هېوادونه او کامیاب معیشتونه کیش لیس نظام ته پام لرنه كوي ۔ د پی ایم آفس میډیا ونګ نه جاري پریس ریلیز تر مخه د ګل په ورځ د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د کیش لیس اکانومي په اړه غونډه وشوه۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د ډیجیټل پیمنټس انوویشن اینډ ایډاپشن کمیټي ، ډیجیټل پبلک انفراسټرکچر کمیټي او د ګورنمنټ پیمنټس کمیټی تشکیلولو سپارښتنه وكړه ، دا ټولې به د خاص سب کمیټو او د اولس او کاروباریي كسانو تر مينځه ادائیګو كښې اسانيو وركولو ، ډیجیټل نظام په اړه خبرتيا، د پاکستان ډیجیټل اتھارټي فعالولو ، د قامي ډیجیټل ماسټر پلان جوړولو او د حکومت او نجی څاڼګې تر مينځه د وركرې راكرې آسانولو لپاره سفارشات وړاندې كوي ۔ وزیراعظم د کیش لیس نظام ودې لپاره ډیجیټل وركړه راكره د اولس لپاره د نغدو په نسبت ارزانه او آسانه جوړولو امر وكړو ۔ ده د ادائیګو ډیجیټل نظام راست د وفاق پشمول ټولو صوبو كښې د قامولو هدایت سره ووئېل په معیشت كښې سپېځلتيا راوستلو لباره د ډیجیټل وركړې راكړې نظام ډېر مهم دے ۔وزیراعظم ووئېل د وركړې راكړې او د ادائیګو ډیجیټل نظام لپاره د جدید ټیکنالوجۍ كارول پېل كړئ ،د بینکارۍ نظام تر مخه ګرځېنده روپۍ حکومتي منصوبو كښې سرمایه کارۍ لپاره استعمالېدې شي ۔ ده په سرکاري او شخصي څانګو كښې د وركړې راكړې کیش لیس كولو سپارښتنه وكړه ۔ غونډه كښې وزیراعظم هېواد كښې د کیش لیس نظام قائمولو اقدامات د پیشرفت نه خبر كړے شو۔بریفنګ كښې ووئېل شول دا وخت د راست سسټم نه 4 کروړه صارفین ګټه پورته كوي د كومو شمېره زياتولو لپاره چې اقدامات روان دي ،وفاقی حکومت ټول مالي لین دین د راست سسټم د لارې كول غواړي او دا نظام صوبو كښې هم لاګو کولې شي ۔ غونډه كښې وفاقي وزیرانو امور احد خان چیمه، علي پرویز ملک، شزا فاطمه خواجه، ډاکټر مصدق مسعود ملک، ګورنر سټیټ بینک، چیئرمین ایف بی آر او د اړوندو ادارو اعلیٰ چاروامې شریک وو