دمشق۔23 جون (اے پي پي) د سوريه پايه تخت دمشق كښې په چرچ كښې د شوې ځان مرګي چاودنې په نتيجه كښې د مرګونو شمېره 22 ته ورسېدله ۔ د اے ايف پي تر مخه د سوريه داخله وزارت بيان كښې ووئېل تېره ورځ د داعش (آئې ايس ) څخه تعلق لرونكې يو ځان مرګي بريد د ووئلا په سيمه كښې سېنټ الياس چرچ كښې ډزې وكړې او بيا يې ځان په بم والوځولو۔ د روغتيا وزارت بيان كښې وئېلې دي په ځان مرګي بريد كښې مرګونه 22 ته ورسېدل او په درځنونو ژوبل شوي دي۔ د دې نه وړاندې د مرګونو شمېره 20 ښودلې شوې وه۔ دغسې نړيوالې ورورولۍ د دمشق په چرچ كښې د شوې ځان مرګې چاودنې غندنه كړې ده۔