وفاقي وزيرانو او حكومتي اتحاديانو د كاميابې دورې نه پس په وړومبي ځل قامي اسمبلۍ ته په راتګ بلاول بهټو زرداري ته مباركي وركړه

اسلام آباد۔23جون(اے پی پی)د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري ته وفاقي وزيرانو او حكومتي اتحاديانو قامي اسمبلۍ كښې د خپل نكته نظر په وړاندې كولو او د كامياب دورې نه پس په وړومبي ځل قامي اسمبلۍ ته په راتګ هغه له مباركي وركړه۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې بلاول بهټو زرداري د وېنا نه پس د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب٬رانا تنوير حسين٬اعظم نذير تارړ٬انجينئر امير مقام٬خالد مګسي پشمول د مسلم ليګ(ن) او د پاكستان پيپلز پارټۍ او اتحادي ګوندونو غړو بلاول بهټو زرداري خوا له ورغلل او د هغوي بهر هېوادونو كښې د پاكستان بيانيه په موثر ډول وړاندې كولو يې ده له مباركي وركړه۔