
اسلام آباد۔23جون(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پيپلز پارټي چيف وهيپ اعجاز جاكهراني مور لپاره فاتحه خواني وكړې شوه۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ غوڼډه د سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې پېل شوه۔د غونډې په پېل آغا رفيع الله ووئيل د اعجاز جاكهراني مور په حق رسېدلې ده ٬دغسې د ارشد ووهرا ورور هم په حف رسېدلے د هغه لپاره هم دې دعا وكړې شي۔ده د عبدالستار بچاني روغتيا لپاره د دعا كولو خواست هم وكړو ۔دغسې د سپيكر په وينا عبدالقادر پټيل اجتماعي فاتحه خواني وكړه۔