
اسلام آباد۔23جون(اے پی پی)د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د ازبكستان سفير علیشیر تختیو ملاقات كړېے۔په ملاقات كښې د پاكستان او ازبكستا ترمينځه دوه اړخيزه اقتصادي٬تجارتي او صنعتي مرستې ته ودې وركولو په ره تفصيلي خبرې اترې شوي۔د صنعت او پيدوار وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې سفير د پاكستان د قيادت د پرله پسې ملاتړ مننه كولو سره د كركيلې٬فارماسيوټيكل٬بجلي٬خوراك او اي كامرس پشمول بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې په لا پراختيا وركولو زور راوړو۔ده د پاكستان ډيجيټل كمپنو ته ازبك ماركيت كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه او تعميراتي مواد او د معلومو او نامعلومو كليو شريك پېداوار له يې خوښي څرګنده كړه۔هارون اختر خان د وزيراعظم شهباز شريف په وژن رڼا اچولو سره ووئيل د پاكستان حكومت په هېواد كښې سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو عزم لري۔ده په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان او ازبكستان ترمينځه تجارت تر 2 ارب ډالر كچې ته رسولو لپاره بشپړه هڅې روانې دي۔د ملاقات په مهال پبلك پروكيورمنټ كښې همكارۍ ٬خاص اقتصادي زونز كښې سرمايه كارۍ او “ميډان پاكستان”نندارتون ازبكستان كښې په كولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔دواړو ډلو فوډ او د زرعي څيزونو تجارت كښې د فائیټوسینیټری مرستې ته په ودې وركولو هم اتفاق وكړو۔هارون اختر د تاشقند او اسلام آباد ترمينځه د 14 جون څخه نيغ په نيغه د پروازونو پېل كوول هركلے وكړو او د پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز(پي آئي اے)د لارې هم نيغ په نيغه پروازونه پیل كولو به تجويز يې خبرې وكړې۔دغسې د دواړو هېوادونو د كاروباري حلقو ترمينځه به روابط زياتولو لپاره د جون په 25مه نيټه كراچۍ كښې ازبك-پاكستان بزنس فورم هم كولې شي۔