بارباډوس۔ 23 جون (اے پي پي) د وسټ انډېز او آسټرېليا كركټ ډلو تر مينځه د دريو ټېسټ ميچونو د سېريز وړومبے مېچ په 25 جون لينسنګټن اوول ٬ برج ټاون ٬ بارباډوس كښې پېل كېږي ۔ د آسټرېليا د سړو كركټ ډله د وېسټ انډېز په دوره ده۔جرته به چې د كوربه ډلې په ضد 3 ټېسټ او 5 ټي ټوئنټي ميچونه كوي۔ د وېسټ انډېز او آسټرېليا ډلو تر مينځه د 3 ټېسټ ميچونو سريد 23 جون څخه پېل كېږي ۔ د آسټرېليل ډلې مشري رالونډر پيټ كوي او د كوربه ډلې وېسټ انډيز مشري به روسټن چيس كوي۔ دويم ميچ به په 3 جولائي او وروستے او دريم ميچ به په 12 جولائي پېل كېږي۔ دغسې د ټېسټ سېريز نه پس به د ټي ټوئنټي ميچونو سېريز كښې وړومبے مېچ په 21 جولائي ٬ دويم په 23 جولائي ٬ دريم به په 26 جولائي ٬ څلورم مېچ به په 27 جولائي او وروستے او پنځم ميچ به په 29 جولائي سېنټ ګټس كښې كېږي۔