
ملګري ملتونه۔ 23 جون (اے پي پي) پاكستان وئېلې دي د ايران په جوهري تنصيبات د امرېكې بريدونه د غندنې وړ او د د آئې اے اي اے تر سېري لاندې جوهري تنصيبات په نخښه كول د نړيوال قوانين بيخي خلاف ورزي ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه په ملګرو ملتونو كښې د پاسكتان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د يو اين سېكيورټي كونسل غونډې په مهال وكړه۔ هغه ووئېل امرېكې د دې بريدونو په كولو يو خطرناك مثال جوړ كړو چې ورسره د ټولې منطقې ودانيو او سلامتيا ته سنګين خطر پیښ شوے دے ٬ پاكستان په دې سخت وخت كښې د ايران حكومت او ورور اولس سره ولاړ دے۔ د پاكستان سفير د زور راوړلو سره ووئېل د اسلامي جمهوري ايران په ضد د 13 جون نه روان بريدونه د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر بيخي خلاف ورزي ګنړو او د دغې غندنه كوو۔ هغه ووئېل د آئې اے اي اے تر سېوري لاندې د ايران په اتومي تنصيبات د بريودونو غندنه كوو او دغه بريدونه د سلامتي كونسل او د آئې اے اي اے د قراردادونو سره سره د نړيوالو بشري قوانين هم خلاف ورزي ده۔ سفير ووئېل د ايران د جوهري مسئلې امناكه حل لټولو لپاره د ملګرو ملتونو د چارټر مقاصد او اصولو تر مخه خبرې او سفارتكارۍ ته وده وركول پكار ده۔ هغه ووئېل پاكستان د قرارداد مسودې په جوړولو كښې د چين او روسيه معاونت كړے او د نورو څيزونو نه علاوه دا قرارداد د سمدستي او غېر مشروط جنګ بندۍ غوښتنه كوي٬ ټولې ډلې دې د لا تاؤ زياتوالي نه ډډه وكړي دغسې چې د شهري او بنيادي اډاڼې تحفظ باوري كړے شي۔ هغه ووئېل د ايران د جوهري چارې دې داسې حل راويستلے شي كوم چې د ټولو ډلو لپاره د قبلولو وړ وي۔ هغه هيله څرګنده كړه چې دا مسود به د ټولو د خوښې او منلو وي۔ پاكستان په دې لړ كښې د ټولو تعميري مرستې لپاره چمتو دے۔