د هندي لارښودو غير مسوؤلانه بيانونه د منطقې امن خطر سره مخ كوي ٬ نړيواله ورورولي دې د دې بيانونو نوټس واخلي: د اسحاق ډار د او آئي سي جمو وكشمير رابطه ګروپ غونډې ته خطاب

استنبول۔22جون(اے پی پی) نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې په جمو وكشمير كښې د هند ورستې جارحيت په حقيقت كښې په فلسطين كښې د اسرائيل د منصوبو نقل دے٬ د اسرائيل او هند بريدونو د يو اړخيزه جارحيت يو خطرناك مثال وړاندے كړے دے٬ په چېلنجنګ صورتحال كښې د اسلامي نړۍ يووالې او د ګډې تګلارې دمخكښې په مقابله كښې اوس زيات ضروري ده٬ د هندي لارښودو غير مسوؤلانه بيانونه د منطقې امن خطر سره مخ كوي ٬ نړيواله ورورولي او په خاص توګه دا رابطه ګروپ دے د دې بيانونو نوټس واخلي كوم چې د ملګرو ملتونو د نړيوالو قوانينو هم خلاف دي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ددې خيالاتو څرګندونه نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د او آئي سي جمو وكشمير رابطه ګروپ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير ووئيل دې غونډې په مقبوضه جمو وكشمير كښې د روانې وضعې د جاج اغستو يوه موقع راكړې ده٬ زه باور لرم چې دا غونډه به د كشميري اولس د ملاتړ نوې لارې او ذريعې لټولو كښی مرسته كوؤنكې ثابت شي۔ دا غونډه په يو مهم وخت كيږي كله چې فلسطين او ايران كښې زمونږ ورونړا خوېندې د اسرائيل بې رحمه بريدونو سره مخ دي ٬ دې څخه وړاندې په پاكستان او آزاد كشمري هند بريدونه وكړل۔ ده ووئيل د اسرائيل او هند بريدونو د يو اړخيزه جارحيت يو خطرناك مثال وړاندے كړے دے٬ په چېلنجنګ صورتحال كښې د اسلامي نړۍ يووالې او د ګډې تګلارې دمخكښې په مقابله كښې اوس زيات ضروري ده۔ اسحاق ډار ووئيل حقيقي امن انصاف سره ممكن دے۔ ده ووئيل هند په 22 اپرېل 2025 د پهلګام بريد ډرامه جوړه كړه او له ثبوت پرته يۍ په پاكستان او آزاد كشمير بريد وكړو۔ د وزیر اعظم شهباز شريف د دغه پېښې د آزادو پلټنيو پېشكش باوجوجود هند د تشدد لاره خپله كړه۔ د 6 او 7 مئی 2025 په منځومانۍ شپه كښې هند شهري ودانې په نخښه كړې چې په نتيجه كښې يۍ بې ګناه وګړي ٬ مېرمنې او كوچنيان شهيدان شول۔ دې سره سره املاكو ته هم زيان ورسېد۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيكل 51 لاندې د خپلې خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په دفاع كښې د ځوابي كارروايۍ كول حق لرلو۔ مونږ په 10 مئی 2025 سهار وختي كارروائي وكړه كومه چې يوازې تر پوځ تنصيباتو محدود وه۔ ده ووئيل دې پېښې يو وارې بيا ثابت كړې چې په سوئيلي آسيا كښې امن لپاره د كشمير مسئله حل كول ضروري دي۔ نائب وزير اعظم ووئيل په تېرو 78 كلونو كښې هند د جموں وكشمير په لويو سيمو قبضه مضبوطولو له بېلې طريقې خپلې كړې دي۔ ده ووئيل 5 اګست 2019 څخه تر دې دمه 990 کشمیری وګړي شهيدان او 2465 نور ژوبل يا تشدد سره مخ كړې شوي دي۔ ده ووئيل مونږ دې غونډې لپاره د يوې ګډې اعلاميې مسوده د رابطه ګروپ ټولو غړو ته لېږلې ده۔ د نورو غړو لخوا ترلاسه شوي تجويزونه هم شامل كړې شوي دي۔