اسلامي نړۍ نن وحدت او يووالي ته زياته اړتيا لري: مولانا عبد الخبير آزاد

ملتان۔ 22 جون (اے پی پی) د مرکزی رویت هلال کمېټۍ او مجلس علماﺀ پاكستان چيئرمېن مولانا عبدالخبیر آزاد وئيلي دي چې ګرده اسلامي نړۍ نن وحدت او يووالي ته زياته اړتيا لري٬ ملګرو ملتونو له به په ايران د اسرائيلي بريد نوټس اختسل وي٬ جنګ د كومې مسئلې حل نه دے ٬ پاكستان امن كښې خوښي لري٬ امن لپاره به ګردې نړۍ له خپل كردار ترسره كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د اتحاد بېن المسلمېن غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ مولانا عبد الخبیر آزاد ووئيل د پاك پوځ نه كمزورې كېدونكي دفاعي كردار ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو۔ كه د پاك پروردګار فضل او بيا زمونږ پاك پوځ مضبوط نه ؤ نو نن به زمونږ حالت د عراق او ليبيا نه مختلف نه ؤ۔ ده ووئيل د هېواد په سلامتيا ٬ خپلواكۍ او قامي يووالي كښې د فيلډ مارشل عاصم منېر كردار د ستائې وړ دے۔ ده وئيل ټول قام د خپل سپه سالار ترڅنګ ولاړ دے۔ ده ووئيل پاكستان د اسلام قلعه ده او دا چې د كومې كلمې په بنياد آزاد شوے دے مونږ له به دغې جذبې سره د دې په تحفظ كښې خپل كردار ترسره كول وي۔ مولانا عبد الخبیر آزاد ووئيل په محرم كښې د حضرت عمر فاروق او امام حسېن (رض) د شهادت ورځې دي ٬ په دې كښې به مجلسونه كيږي او جلوسونه ويستلې كيږي مونږ له به د خلكو د زړونو له ازارولو څخه ډډه كول وي۔ په نړيواله وضعه خپلو خبرو كښې مولانا عبد الخبير آزاد ووئيل ملګري ملتونه دې د اسرائيلي بريدونو فوري نوټس واخلي۔ ده ووئيل جنګ د كومې مسئلې حل نه دے ٬ پاكستان امن غواړي او په نړۍ كښې هم د امن غوښتنه كوي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے زمونږ د ورور هېواد ايران مرسته او حفاظت وكړي۔ په دې مهال مولانا عبدالخبیر آزاد د آپرېشن بنيان مرصوص شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئويل امن او يووالي لپاره د علماﺀ كرام كردار زيات مهم دے۔ خلك د علماﺀ كرامو خبره اوري ٬ علماﺀ كرام خلكو ته د مينې او يووالي درس وركوي۔ ده ووئيل د بېن المذاهب همغږۍ ٬ د امت يووالي او د قامي دفاع پېغام وړاندې بوتللو له به علماﺀ كرامو ٬ حكومت او اولس له په ګډه كار كول وي دغسې چې هېواد د امن مركز جوړ شي۔ په دستوره كښې د ملتان دوهم كمشنر ٬ د ملتان سي پي او او د پوليس نورو افسرانو ٬ د امن كمېټيو عهدېدارانو او د علماﺀ كرامو ګډون وكړو۔ په دې موقعه د هېواد امن او سلامتيا لپاره خصوصي دعا هم وكړې شوه۔