
سیالکوټ۔22جون(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف په خپله استوګنه د سيمې معززينو سره ملاقات وكړو او د هغوي مسئلې اورېدو سره يۍ هغوي ته د حل كولو باور وركړو۔ د اتوار په ورځ په سيالكوټ كېنټ كښې د سيمې معززينو سره خبرو كښې ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ نون چې كله هم اقتدار ترلاسه كړې دې اولسي مسئلې يۍ حل كړې دي او مونږ اوس هم د اولس مسئلې حل كولو هڅې كوو۔ ده ووئيل په دې لړ كښې به هېڅ كمې زغملې نه شي ولې چې د اولس مسئلې حل كول زمونږ لومړۍ ترجيح ده۔ ده ملاقات له د راغلې معززينو مننه هم وكړه۔