امريكا هم په ايران اسرائيلي بريدونو كښې شامله شوه٬ په ايران كښې يۍ درې ځايه جوهري تنصيبات په نخښه كړل

واشنګټن۔22جون(اے پی پی) امريكا هم په ايران اسرائيلي بريدونو كښې شامله شوې او په ايران كښې يۍ درې ځايه جوهري تنصيبات په نخښه كړي دي۔ د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې په دې بريدونو كښې د ايران مهم جوهري تنصيبات په بشپره توګه لمينځه وړلې شوي دي۔ د اے اېف پی له مخې په ټيلي ويژن خپل خطاب كښې امريكائي صدر ووئيل ايران بايد اوس امن په ځايې كړي۔ د ايران خارجه وزير عباس عراقچی امريكائي بريدونه پارونكې ګرځولو سره د دې غندنه كړی او وئيلې يۍ دي چې ايران د خپلې دفاع حق لري۔ په اېكس خپل بيان كښې ايراني خارجه وزير ووئيل په ايران د امريكائي بريدونو نتيجې به تر اوږدې مودې پاتې وي۔ ده ووئيل امريكائي بريدونه غېر قانوني او د مجرمانه رويې عكاسي كوي۔ د ایران د جوهري توان ادارې امريكائي بريدونه د نړيوال قانون خلاف ورزي او بربريت ګرځولې دې۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې ادارې ايراني قوم ته باور وركوي چې هغه به قومي جوهري صنعت ته د ترقۍ وركولو لاره كله هم ترك نه كړي ولې چې دې لپاره زمونږ جوهري سائنسدانانو د خپلې وينې قربانۍ وركړې دي۔ په دې مهال د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېش په ايراني امريكائي بريدونه په منطقه كښې روان تاؤ تريخوالي كښې خطرناكه اضافه ګرځولي دي۔ ده ووئيل ددې مسئلې هڅې پوځي حل نشته۔ د وړاندې تللو لاره يوازې د خبرو اترو او سفارتكارۍ ده۔ د امريكې د مخالفې ډلې ډېموکرېټک ګوند لارښودو په صدر ټرمپ د امريكې په اسرائيل ايران جنګ كښې د شاملولو تور لګولو سره وئيلي دي چې صدر ټرمپ امريكائي اولس پې لارې كړي دي او كانګرس څخه د پوځي قوت كارولو اجازه اخستلو كښې ناكام شوے دے۔ ده ووئيل صدر ټرمپ امريكا د منځني ختيز په تباهي خپرونكې شخړه كښې ككړه كړو۔ ډېموکرېټ لارښود حکیم جیفریز ووئيل ددې يو اړخيزه كارروايۍ ټولو منفي نتيجو ذمه وار به ډونلډ ټرمپ وي۔