د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي د جسټس جمال خان مندوخيل د مور په مړينه فاتحه خواني وكړه

کوئټه۔ 22 جون (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د اتوار په ورځ د سپريم كورټ جج جسټس جمال خان مندوخېل او د پاكستان پيپلز ګوند د مركزي لارښود سېنېټر بلال خان مندوخېل سره د هغوي د مور په مړينه غمرازي ښكاره كولو له د ژوب دوره وكړه۔ ده په دې موقع د ارواښاد روح ته ثواب رسولو له فاتحه خواني وكړه۔ وزيراعلی سره د بلوچستان ګورنر شېخ جعفر خان مندوخېل، صوبائی وزيران نور دومړ، بخت اېم کاکړ او د بلوچستان اسمبلۍ غړي هم موجود وو۔ وزیر اعلیٰ دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔