د خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د ايران په ضد د اسرائيلي جارحيت سختې غندنې پخلې او د احتساب غوښتنه

اسلام آباد۔22جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د پاكستان لخوا د ايران د خپلواكۍ په ضد د روان اسرائيلي جارحيت سختې غندنې پخلي كولو سره د اسرائيل د ناجائزه اقداماتو د احتساب غوښتنه كړې ده۔ په استنبول كښې د او آئي سي د خارجه كونسل 51 مې غونډې په موقعه د اتوار په ورځ د ايران په ضد د اسرائيلي جارحيت په اړه په خپل يو بيان كښې ده ووئيل پاكستان د ايران په ضد د اسرائيل د جواز نه لرونكي او ناجائز جارحيت په سختو ټكو كښې غندنه كوي۔ ده ووئيل مونږ ايراني ورونړو او خوېندو سره د يووالي څرګندونه كوؤ او د اسرائيل لخوا د شهري سيمو هدف جوړولو په نتيجه كښې د يو شمېر قيمتي ځانونو په زيان غمرازي ښكاره كوو۔ ده ووئيل اسرائيلي جارحيت په يو داسې وخت كښې شوے دے چې كله د اتومي توان نړيوالې ايجنسۍ د خپل تصديق عمل روان ساتلے دے۔ اسرائیل د آئی اے ای اے په محفوظ تنصيباتو بريد كولو سره د نړيوالو قوانينو او د آئي اے اي اے د يو شمېر قوانينو او قراردادونو هم خلاف ورزي كړې ده۔ ده ووئيل دې بريدونو يو خطرناك مثال په ځايې كولو سره منطقه او ګرده نړۍ كښې د عامو وګړو د ودانيو تحفظ سخت خطر سره مخ كړې دې۔ ده زياته كړه چې پاكستان د اسرائيلي جارحيت په ځواب كښې د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيكل 51 لاندې د ايران د موروثي حق بشپړ ملاتړ كوي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير زياته كړه چې د اسرائيل دوه مخيزې معيار ښكاره دے۔ د اسرائیل په اړه د قانون حكمرانۍ ٬ په قوانينو اډانه نړيوال آرډرز يا د غېر قانوني اقداماتو د نتيجو حوالې سره كله هم كومه خبره نه دے شوې٬ دا استثنی بايد ختمه كړی شي۔ ده ووئيل د ايران په ضد اسرائيلي جارحيت كومه جلا پېښه نه ده دا د عسكريت خوښۍ د يو خطرناك او مستقلې نمونې برخه ده د كومې چې اسرائيل په ټول منځني ختيز كښې څرګندونه كړې ده۔ ده زياته كړه چې اسرائيلي جارحيت نه يوازې منطقې بلكې د ګردې نړۍ امن او استحكام لپاره سنګينه خطره ده۔ نائب وزیراعظم/ خارجه وزیر ووئيل چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د يو غېر مستقل غړي په حېث د ايران په خواست پاكستان د ايران په ضد په اسرائيلي جارحيت خبره كولو له تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د بېړنۍ غوندې رابللو بشپړ ملاتړ وكړو او كونسل څخه يۍ غوښتنه وكړه چې هغه د اسرائيلي جارحيت ختمولو له فوري اقدام وكړي خو د بده مرغه كونسل تر دې دمه مفلوج دے ٬ په دې نائب وزيراعظم د افسوس څرګندونه هم وكړه۔ ده زياته كړه چې پاكستان ايران سره د اړوندو نورو يو شمېر اقداماتو ملاتړ وكړو په كومو كښې چې د يو شمېر اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو سره سره په SCO او IAEA كښې كېدونكے ملاتړ هم شامل دے۔ ده ووئيل مونږ د ايران د جوهري مسئلې د سوليز ذريعو ٬ سفارتي رابطو او د تلپاتې مذاكراتو دلارې د حل ملاتړ كوو۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې دا غونډه به نه يوازې د ورور هېواد ايران د نه بدلېدونكي ملاتړ پخلے كوي بلكې دا ښكاره پېغام به هم وركوي چې اسرائيل بايد ځواب وركوؤنكے وګرځولے شي او لاپرواهۍ او جارحيت سره به د سيمې امن خطر سره د مخ كولو اجازه چاته وركولې نه شي۔