کوئټه۔ 22 جون (اے پی پی)په بلوچستان اسمبلۍ كښې د پاكستان مسلم ليګ (نون) پارليماني لارښود او د مواصلاتو او تعميرات صوبائي وزير مير سليم احمد كھوسه د سپريم كورټ د معزز جج جسټس جمال خان مندوخېل او سېنېټر بلال مندوخېل د مور په مړينه د غم دړد او افسوس څرګنده كړې ده۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے اراوښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔