
اسلام آباد۔22 جون(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ غونډه له دوه ورځو دمې وروستو سبا (د ګل په ورځ) سهار 11 بجې بيا پېل كيږي۔ په غونډه كښې به د خزانې وزير لخوا د راروان مالي كال په وفاقي بجټ بحث راغونډ كړے شي۔ هندي جارحيت څخه نړيواله ورورولي خبرولو له د وزيراعظم شهباز شريف لخوا بهر هېواد ته د لېږلې شوي پلاوي مشر بلاول بھټو زرداري به ايوان له خپلې دورې څخه هم خبر كړي۔ دې سره سره د راروان بجټ 26-2025 په ضروري خرڅونو به بحث هم كيږي۔