صدر مملكت آصف علي زرداري د بے نظير هنرمند پروګرام اجراﺀ وكړه ٬ بے نظير انكم سپورټ پروګرام څخه د لكھونو په شمير كورنۍ استفاده كوي : د صدر مملكت دستورې ته خطاب

اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام لاندې كوچنيانو هلكانو او انجونو ته د زده كړو په شمول ټول حقونه وركولې شي او دا د پاكستاني پيپلز ګوند د مؤسس شهيد ذوالفقار علی بھټو فلسفه او د شهيدې بے نظیر بھټو مشن ؤ كوم چې مونږ مخ په وړاندې بيايوو۔ نن بے نظير هنرمند پروګرام پیل كوو۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په ايوان صدر كښې د بے نظیر هنر مند پروګرام اجراء دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې اولنۍ مېرمنې آصفہ بھټو زرداری، د پنجاب ګورنر سردار سلیم حیدر خان، وفاقی وزيرانو ٬ د پارليمان غړو ٬ د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن سېنېټر روبینه خالد او غېر ملكي سفيرانو او شخصيات ګډون وكړو۔ په دې موقعه صدر مملكت اولنۍ مېرمنې آصفہ بھټو زرداری سره د بے نظیر هنرمند پروګرام باضابطه اجراﺀ وكړه۔ صدر مملکت آصف علی زرداری ووئيل مونږ عصري ټېكنالوجي اولس ته منتقل كول غواړؤ۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان پیپلز ګوند د خپل وژن له مخې عام وګړي په خپلو پښو ادرول غواړي۔ د هنرمند پروګرام د لارې به الماني او چينائي ژوبې زده كولې شي۔ ده په سندھ كښې د نرسنګ تربيه ترلاسه كوؤنكو د مالي مرستې ذكر هم وكړو۔ په دستوره كښې صدر مملكت مېلمنو سره په ګډه د پخوانۍ وزيراعظمې سالګرې كېك هم پرې كړو۔