سينيټ د مالي كال 2025-26 مالیاتی بل لپاره ټول 204 سفارشات قومي اسمبلۍ ته وليږل

اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) سينيټ د خالي په ورځ د مالي كال 2025-26 مالیاتی بل لپاره ټول 204 سفارشات قومي اسمبلۍ ته وليږل ٬ د 7 ورځو اوږد بحث كارروايۍ او د حكومتي او اپوزيشن دواړو بنچونو بشپړ ګډون څخه وروستو په متفقه توګه دا سفارشات منظور كړې شول۔ په سېشنز كښې د حكومت لخوا د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب، د خزانې وزير مملكت ٬ د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ او د خزانې سېكتر امداد اے بوسال په شمول نورو وزيرانو او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ دوئي د وړاندېزونو جاج اغستو سره سره د غړو لخوا د پورته كړی شوې پوښتنو ځوابونه وركړل۔ سفارشاتو ته حتمي شكل وركولو له 7 غونډې وشوې۔ په بحث كښې ټولو 54 سېنېټرانو برخه واخسته۔ په وړاندېزونو كښې د اولسي اندېښنو لكه ټېكس اصلاحات ٬ سماجي خېر ښېګړې ٬ ټېرف اېډجسټمنټ او د روزګار موقعو پېدا كولو احاطه وكړې شوه۔ دا رپورټ له مرتب كېدو وروستو قومي اسمبلۍ ته غور لپاره وړاندے كړے شو۔ دې څخه وړاندې د بحث په مهال په مرسته كولو د خزانې وزار ستائنه وشوه۔ د سېنېټ سېكرټرېټ دا نوټ كړه چې تېر كال د دې 52 سفارشات وفاقي حكومت قبول كړي وو چې ورسره د مالياتي پالېسۍ په تشكيل كولو كښې د سېنېټ مشاورتي اهميت په ډاګه كړې شوې ؤ۔