د مالي كال 2025-26 په بجټ د خزانې قائمه كمېټۍ سفارشات سينيټ ته وړاندې كړې شول

اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) د سينيټ په غونډه كښې د مالي كال 2025-26 په بجټ د خزانې قائمه كمېټۍ سفارشات وړاندې كړې شول د خالي په ورځ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر سلیم اېچ مانډوی والا د مالی سال 2025-26ء په بجټ د خزانې كمېټۍ سفارشات وړاندې كړل۔ ده ووئيل کمېټۍ په پبلک فنانس مېنجمنټ اېکټ كښې د ترميم سفارش كړے دے ، سرکاری ادارو سره به رقم په بېنكونو كښې پروت و كوم به چې حكومت بېنكونو څخه قرض ا خستو او بيا به يۍ په هغې سود ادا كولو۔ اوس مونږ دا تجويز وركړے دے چې كه د ادارو رقم حكومت سره جمع وي نو حكومت به د اربونو روپو كم قرض اخلي۔ ده ووئيل كمېټۍ په کسټمز سېلز ټېکس كښې هم ترميم تجويز كړے دے۔ ده ووئيل کمېټۍ په سولر پېنل 18 فیصد ټېکس مسترد كړې دې٬ كمېټۍ په سټېشنری آئېټمز د ټېكس ختمولو تجويز وركړے دے٬ كمېټۍ په سټيل سېكټرز كښی اصلاحات هم مسترد كړې دي٬ حكومت په 800 سی سی ګاډو ټېكس 12 نيم فيصده څخه 18 فيصده كړی ؤ كوم چې اوس كمېټۍ تر 12 نېم فيصد د برقرار ساتلو تجويز وركړې دې ولې چې د حكومتي پالېسۍ له مخې دا رېټ تر كال 2026 دولس نيم فيصده ساتل دي۔ کمېټۍ تجويز وركړے چې په پرنټ، میډیا او آئی ټی سروسز دې ټېكسونه زيات نه كړې شي۔ ده ووئيل د خزانې وفاقي وزير دې سفارش سره اتفاق كړے دے چې استاذانو او پروفېسرانو ته وركړې شوې انكم ټېكس استثنی كومه چې تر كال 2025 لاګو وه هغه دې برقرار وساتلې شي۔ دغسې د سركاري ملازمينو تنخواګانو كښې دې د ګرانۍ مناسبت سره اضافه وكړې شي۔ د لږ تر لږ اجرت (تنخواه) حوالې سره د 50 زره او د ځينو لخوا د 40 زره روپو تجويز وركړے شوے دے او دواړه د كمېټۍ په رپورټ كښې شامل كړې شوي دي۔ كم آمدن لرونكي (تر يو لك روپۍ د مياشتې آمدن) دې ټېكس څخه مستثنیٰ وګرځولې شي۔ كمېټۍ تجويز وركړے دے چې هر يو معذور وګړي ته دې 10 زره روپۍ د مياشتې وظيفه وركړې شي۔ سسنسټر سلیم مانډوی والا ووئيل چې د سېنېټ ووټ د بجټ په منظورېدو كښې لازمي نه دے خو د سېنېټ سفارشات نظرانداز كیدې هم نه شي۔ تېر كال په وړاندې كړې شوو سفارشاتو كښې 52 فيصد حكومت تسليم كړي وو او دا د دې ايوان د خوارۍ اعتراف دے۔ ده باور وركړو چې دا ځل به هم حكومت په دې سفارشاتو كښې زياتره تسليم كړي او ددې تفصيل به ايوان ته وړاندې كړي۔ سېنېټر سلیم مانډوی والا د قائمه كمېټۍ د ټولو غړو ٬ مخالفې ډلې ٬ حكومتي غړو ٬ د خزانې وزير ٬ د خزانې وزير مملكت ٬ د اېف بي آر چيئرمېن او د خزانې وزارت د ټولې ډلې مننه وكړه۔ ده ووئيل دا په اولني ځل وشؤ چې د خزانې وفاقي وزير او وزير مملكت قائمه كمېټۍ ته وخت وركړو او د ټولو نكتو وضاحت يۍ هم وكړو۔ ده دا عمل په بجټ جوړولو كښې د جمهوري شموليت بهترين مثال وګرځولو۔