سندھ طاس لوظنامه كوم سياسي مفاهمت نه بلكې يوه نړيواله لوظنامه ده كومه چې د نړيوال بنك په ثالثۍ كښې ترسره شوه : د خارجه دفتر بيان

اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې سندھ طاس لوظنامه كوم سياسي مفاهمت نه بلكې يوه نړيواله لوظنامه ده كومه چې د نړيوال بنك په ثالثۍ كښې ترسره شوې ده٬ په دې لوظنامه كښې كوم يو فريق ته په يو اړخيزه توګه د دې د معطل كولو يا ختمولو كومه اجازه وركړې شوې نه ده٬ هند دې په فوري توګه خپل يو اړخيزه او غېر قانوني پوزيشن بېرته واخلي او سندھ طاس لوظنامه دې په بشپړ ډول عملي وساتي۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د خارجه دفتر وياند د هندي داخله وزير د سندھ طاس لوظنامې كله هم د نه بحال كېدو په بيان خپل غبرګون كښې ووئيل دا بيان د نړيوالو لوظنامو د حرمت و د نړيوالو قوانينو ښكاره خلاف ورزي او هغې څخه د انكار څرګندونه ده۔ وياند ووئيل سندھ طاس لوظنامه كوم سياسي مفاهمت نه بلكې يوه نړيواله لوظنامه ده كومه چې د نړيوال بنك په ثالثۍ كښې ترسره شوه٬ په دې لوظنامه كښې كوم يو فريق ته په يو اړخيزه توګه د دې د معطل كولو يا ختمولو كومه اجازه وركړې شوې نه ده ۔ وياند ووئيل اوبه سياسي مقصدونو لپاره د وسلې په توګه كارول غېر مسوؤلانه عمل او د د رياست د ذمه وارې رويې د اصولو خلاف ورزي ده٬ هند دې په فوري توګه خپل يو اړخيزه او غېر قانون پوزيشن بېرته واخلي او سندھ طاس لوظنامه دې په بشپړ ډول عملي وساتي۔ وياند ووئيل پاكستان د خپلې برخې په توګه ددې لوظنامې د پياوړتيا عزم لري او د خپل جائز حقونو او احتياراتو تحفظ له به ټول ضروري ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل پاكستان په سندھ طاس لوظنامه د عملدرآمد عزم او هند څخه هم دا هيله لري چې هغه به ددې لوظنامې د روح او متن له مخې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔