کوئټه۔ 21 جون (اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند لارښود او د روغتيا صوبائي وزير بخت اېم کاکړ د سپريم كورټ د جج جسټس جمال خان مندوخېل او د پاكستان پيپلز ګوند د سېنېټر بلال خان مندوخېل د مور په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ صوبائی وزیر سېنېټر بلال خان مندوخېل سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه سره يۍ د غم په دے سخت وخت كښې د يووالي څرګندونه وكړه۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔