
اسلام آباد۔21جون (اے پی پی) سینیټ د راروان مالي كال 2025-26ء فنانس بل لپاره د سفارشاتو په متفقه توګه منظوري وركړې ده۔ سېنېټ څخه 204 سفارشات قومي اسمبلۍ ته لېږلې شوي دي۔ سېنېټ سفارش كړې چې تر 6 لکه روپو په كلن آمدن دې هېڅ ټېكس نه وي۔ په سولر پینلز 18 فیصد د جی اېس ټی نفاذ دے بېرته واخستے شي۔ ډېلی وېجز ملازمین دې مستقل كړې شي او د نورو ملازمتونو موقعې دې پېدا كړې شي۔ د قومی ادارو د نجكارۍ عمل دې په سمدستي توګه اودرولې شي۔ وړو كرونده ګرو ته دې مناسبې آسانۍ وركړې شي۔د سرکاری ملازمینو به تنخواه كښې 10 فیصده اضافه ناكافي ده دا دې 50 فيصده ته ورسولې شي۔ په جوس انډسټری لګولې شوې فېډرل اېکسائز ډیوټی كښې دې تر 15 فیصد کمې وكړې شي۔ په هومیو پېتھک دويانو دې سېلز ټېكس د 18 فيصد په ځايې يو فيصد كړې شي۔ لږ تر لږ اجرت دے د 37 زره په ځايې 50 زره روپۍ كړې شي۔ په 850 سی سی او دې څخه په لاندې ګاډو ګاډو دې مجوزه ټېكس د 18 فیصد په ځاې10فيصد كړېشي۔ خصوصي ورکرز ته مياشتنيز كنونس الاؤنس د 6 زره په ځايې10 زره كړې شي۔ جی اېس ټی کسټم ډیوټی او اېکسائز ټېکس كښې دې 50 فيصد كمې وكړې شي۔ 50 لكه څخه په زيات آمدن دے كلن 10 فيصده زرعي ټېكس ولګولې شي۔ تر 200 یونټ د بجلۍ په بلونو كښې دې سرکلر ډېټ سرچارج و نه لګولې شي۔ کارپورسشنز، رئیل اسټسټ او د لويو زميندارانو په شمول اشرافيه ته وركول كېدونكې ټېكس استثنی دې ختمه كړې شي۔ د ریټائرډ سرکاری ملازمینو په پنشن كښې دې د 7 فیصد په ځايې 20 فیصد اضافه وكړی شي۔ په بلوچستان كښې نوؤ روغتونونو لپاره دې خصوصي ګرانټس منظور كړې شي۔ د ای او بی آئی پنشن دې 11500 روپو څخه زياتولو سره د مياشتې 23000 زره روپۍ كړې شي۔ دوئي ووئيل فېملي پنش بايد تاحيات وي۔ د ټولو سركاري ملازمينو په مېډيكل الائونس كښې دې تر 200 فیصد اضافه وكړې شي۔ په تنخواہ بنیادی استثنیٰ دې 6 لکه څخه زياتولو سره 12 لکه ته ورسولې شي۔ انكم ټېكس دې 12 لکه څخه په زيات پنشن وصول كړې شي۔ د هائیر ایجوکیشن ډویژن ادارو لپاره د فنډز تخصيص دې تر 4 زره 870 ملین روپو بحال كړے شي۔د سرکاری ملازمینو ټول اېډهاک الاؤنسونه دې په بنيادي تنخواه كښې ضم كړې شي۔ د ډېمونو جوړولو له دې بېل كړې شوي فنډز كښې اضافه وكړې شي۔ کلائمیټ اېډپشن لپاره دې په پرمختيائي فنډز كښې تر 10 فيصد اضافه وكړې شي۔ په رئیل اسټېټ ټرانزېکشن دې کېپټل ګېن ټېکس بحال كړے شي۔ د سېنېټ د خزانې قائمه كمېټۍ چیئرمېن سېنېټر سلیم مانډوی والا په سفارشاتو د كمېټۍ رپورټ ايوان ته وړاندې كړو كوم چې منظور كړے شو او دا سفارشات د فنانس بل برخه جوړېدو لپاره قامي اسمبلۍ ته ولېږلې شول۔