
شېخوپورہ۔ 21 جون (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ نون سينيئر او مركزي لارښود او د نېشنل فوډ سكيورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي چې د فیلډ مارشل جنرال عاصم منیر د امريكې دوره به د پاکستان د وقار ٬ خپلواكۍ ٬ آزادۍ او د دفاع مېدان كښې د دے حېثيت تسليمولو له سنګ ميل ثابت شي۔ امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ دا خبره منلې ده چې پاكستان كوم ترهګر هېواد نه دے بلكې يو سولييز ٬ جمهوريت پسند او انسانيت دوست هېواد دے كوم چې د ترهګرۍ په ضد زياتې قربانۍ وركړې دي۔ دې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د باور فضا جوړېدو سره سره دوه اړخيزه تجارتي اړيكې لا مستحكمې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل په ايوان كښې په بجټ له بحث څخه وروستو حكومت ضروري بدلونونه كوي۔ ده ووئيل د وفاقي حكومت په څير پنجاب حكومت هم اولس دوسته بجټ وړاندے كړو۔ ده ووئيل موجوده حكومت اولس مسئلو څخه ويستلو له بشپړه ستړې كوي۔ ده ووئيل حكومتي اقداماتو سره اولس ته ګرانۍ څخه ريليف ترلاسه شوې دې او معاشي او تجارتي هلې ځلې بحال كېدو سره په بې روزګارۍ كښې ښكاره كمې رامخې ته شوې دې۔ ده ووئيل زر تر زره به معاشي مسئلې ختمې شي او اولس به خوشحاله شي۔