استنبول۔21جون(اے پی پی) د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو كونسل په 51 مه غونډه كښې ګډون لپاره استنبول ته ورسېد۔ د اېس پي اے له مخې د او آئي سي د وزارتي كونسل غونډې مشري تركيه كوي۔ د او آئی سی غړي هېوادونه به په ګڼ اړخيزه اقداماتو ٬ د منطقې په صورتحال او په سيمه ايزه او نړيواله كچه د دې په اثراتو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د او آئي سي غونډه په يو داسې وخت كښې كيږي كله چې په منځني ختيز كښې تاؤ تريخوالې دې۔ تمه ده چې د غونډې ګډون كوؤنكي به په مهمو جغرافیائی چېلنجونو قابو ومومي او په مهمو ستونزو به د او آئي سي د اجتماعي دريځ پخلے وكړے شي۔