اسرائيل منځنې ختيز بشپړه تباهۍ پلو بيايي: ترك خارجه وزير

استبول ۔21جون (اے پی پی) ترک خارجه وزير حقان فيدان وئيلي دي چې اسرائيل منځنې ختيز بشپړه تباھۍ پلو بيايي۔ د اے اېف پی له مخې ترک خارجه وزیر حقان فیدان په استنبول كښې د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) سرمشريزې غونډې ته خطاب كښې ووئيل اسرائیل اوس په ایران( كوم چې زمونږ ګاونډي هېواد دے) بريد كولو سره منطقه د تباهۍ خلې ته رسولې ده۔ ده ووئيل دا كومه فلسطيني ٬ لبناني ٬ شامي يا ايراني مسئله نه ده بلكې دا په ښكاره توګه يوه اسرائيلي مسئله ده۔ ده د ايران په ضد د اسرائيل د پرله پسې جارحيت ختمولو غوښته كولو سره ووئيل چې مونږ له به وضعه لا ناوړه كېدو او دا ډول پرتشدد دور ته ننوتلو څخه منع كول وي كوم چې د سيمې او نړۍ سلامتيا له خطر سره مخ كړي۔