
اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د پاكستان چيف جسټس جسټس يحيی آفريدي سره د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي ليدلې دي ۔په دې موقع چيف جسټس يحيی آفريدي د سعودي عدليه سره نزدې اداره جاتي روابط ته ودې وركولو لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره سيمه ايز استحكام انصاف او د قانون حكمرانۍ ته ودې وركولو كښې د مشتركه قانوني اقدارو په اهميت زور راوړو۔دا خبره د سپريم كورټ د اولسي اړيكو څاڼګې لخوا جاري اعلاميه كښې شوې۔چيف جسټس د سفير تود هركلي كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوږدې مودې تاريخي او د ورورولۍ اړيكو ستائنه وكړه۔د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د انصاف په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې قوي كولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د سعودي عرب سفير د وژن 2030 فريم ورك له مخې عدالتي مرستې ته په ودې وركولو هم زور راوړولو چې پكښې د مملكت عدالتي نظام جديد كارۍ او اصلاحات شامل دي۔د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔