د كډوالو د حالاتو بنيادي محرك په توګه نړيوالې شخړې د ملګرو ملتونو په منشور كښې د نړيوال قوانين له مخې د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې حل كول پكار دي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كډوالو نړيوالې ورځ په موقع پیغام

اسلام آباد 20 جون(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي نړيوالې شخړې د ملګرو ملتونو په چارټر كښې د نړيوال قوانين له مخې په خبرو اترو او سفارتكارۍ مخ نيوے او حل كول پكار دي٬پاكستان د لنډ مهاله نړيوال ملاتړ باوجود افغانستان كښې د عدم استحكام د بيلو پړاونو په مهال شخړو څخه بچ كولو لپاره د افغان وروڼو كوربتوب كړے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د كډوالو نړيوالې ورځې په موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف خپل پېغام كښې ووئېل سږ كال د كډوالو نړيواله ورځ ټوله نړۍ كښې د رامخې ته شوو چېلنجونو په پس منظر كښې لمانځلې كيږي كومې چې په لاكهونو كسان په جبري توګه په بې كوره كېدو مجبوره كوي۔ده ووئيل په جبري توګه بې كوره شوو او د كډوالو د حالاتو بنيادي محرك په توګه نړيوالې شخړې د ملګرو ملتونو په منشور كښې درج د نړيوال قوانين له مخې د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې حل كول پكار دي٬يوازې د پرامن ذريعو او بنيادي وجوهات حل كولو څخه مونږ د كډوالو اوږد مهاله د كډوالۍ رجحان بدلولو اميد لرلې شوو ۔ده ووئيل د څلورو لسيزو راهيسې څخه زياتې مودې نه پاكستان د قليل نړيوال ملاتړ باوجود افغانستان كښې د عدم استحكام بېلو پړانو په مهال شخړو څخه بچ كولو لپاره د لاكهونو په شمېر افغانانو كوربتوب كړے۔ ده ووئېل پاكستانيانو د افغان كډوالو د زړه د اخلاصه مېلمستيا كړی۔ده ووئيل پاكستان د همدردۍ٬سخاوت او مېلمستيا اقدار په مستقل توګه برقرار ساتلې٬ ده ووئېل مونږ تر خپل تعليمي نظام٬ د صحت روغتيا خيال ساتلو او تر نورو سماجي ادارو افغان وګړو ته رسنه وركړې كومه چې د افغانستان راتلونكو نسلونو ته خپل هېواد كښې امن او پرمختګ كښې بامعني كردار ادا كولو لپاره خپلواكه كولو له زمونږ د پوخ عزم عكاسي كوي