د اقتصادي او سياسي طاقت توازن د لوديز نه ختيز ته منتقل كېږي٬ كوم چې د اسيائي صدۍ پېل دے٬ مشاهد حسېن سيد

اسلام يباد ۔20 جون (اے پي پي) د پي سي آېي چيئرمېن مشاهد حسېن سيد وئېلې دي د چين امناكه پرمختګ اسياﺀ ٬ افريقه او د لاطيني امرېكې او پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د طاقت يوه چينه ده ٬ د اقتصادي او سياسي طاقت توازن د لوديز نه ختيز ته منتقل كېږي٬ كوم چې د اسيائي صدۍ پېل دے ٬ ده دا خبرې د پاكستان چائنه انسټيټيوټ (پي سي آئې) تر سېوري لاندې د ” فرېنډز آف سلك روډ” تر مخه تابيا شوي د پاكستان چين ډائېلاګ سمټ ته وېنا كښې وكړې چې پكښې نوموړو سياسي لارښودو ٬ سفارتكارو او د پارلمان غړو بشمول طلبه او سكالرز ګډون كولو ۔ د دې ډائېلاګ سر خط د پاكستان او چين تر مينځه صلاح مشوره قوي كول او د ګاونډيانو هېوادونو لپاره په شريك سباون د ټولنې تشكيل ؤ۔ په دې مهال ګډون كوونكو د آئرن برادرز تل پاتي شراكت داري وستائېله ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر د كثير القطبي نظام يې مرسته وكړه او د صدر شي جن پنګ د بېلټ اينډ روډ انشي ايټو (بي آر آئې) يې د امن ٬ خوشحالۍ او سيمه ايزو روابطو لپاره يو مهم محرك وګرځولو۔ دا ډائېلاګ د پاكستان چائنا انسټيټيوټ او د چين د كميونسټ پارټي د انټر نېشنل ډيپارټمنټ په همكارۍ راجوړ شوے ؤ۔ چې پكښې د آئې ډي سي پي سي 5 كسيز پلاوي ګډون كولو۔ د پلاوي مشري د آئې ډي سي پي وياند و چيف آف انفارمېشن سفير هو ژاومكنګ وكړه۔ دې غونډې ته خطاب كښې مشاهد حسېن ووئېل د اقتصادي او سياسي طاقت نړيوال توازن د مغرب نه مشرق ته منتقل كېږي كوم چې د اسيائي صدۍ آغاز دے۔ ده د چين امناك پرختګ د پرمختګ كوونكو هېوادونو اسيا ٬ افريقه ٬ او لاطيني امرېكا لپاره د طاقت يوه چينه وګړځوله او د پاكستان د سيمه ايزې سلامتيا او خومختارۍ په خاص توګه تېره ميشات د هندي بريد په مهال پهه مرسته يې د چين مننه وكړه۔